کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د کابل ښاروالۍ اعلان کړی، چې دوی د شنبې په ورځ د ۲۰مې ناحیې په یوه هدیره کې ۳۰ ناپېژندل شوي جسدونه ښخ کړل.
دې ښاروالۍ په یوه بیان کې ویلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې ټولټال ۱۴۴ ناپېژندل شوي مړي ښخ شوي دي.
چارواکو ویلي، چې د کابل په بېلابېلو سیمو کې به معیاري هدیرې جوړې کړي.
دې وروستیو کې پل سوخته لاندې د معتادینو راټولو پرمهال هم یو شمېر مړي موندل شوي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/