کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان د برېښنا انرژۍ د پانګونې فرصتونو وړاندې کولو کنفرانس کې ویلي، چې د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوري د صنعتي پارکونو قانون توشیح شوی او خصوصي سکټور ته سپارل شوی دی.
عزیزي زیاته کړې، چې ډېر ژر به ۸ سوه شرکتونو ته په پلازمېنه کابل کې ځمکې وویشل شي.
دغه کنفرانس کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر پر ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ کړی، چې د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي.
نوموړي له رسنیو څخه هم غوښتي، چې د افغانستان د پرمختګونو او ابادۍ انځور دې خلکو ته وړاندې کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/