معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شو

کابل کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ له لوري د ښار د اصلي او فرعي سړکونو د جوړولو په تړاو د کابل نوی انځور تر عنوان لاندې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیست.

دغه نندارتون چې په زرنګار پارک کې پرانیستل شوی، د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه په کې نندارې ته وړاندې شوي.

د مسوولینو په وینا یادو انځورونو کې د اصلي او فرعي سړکونو، کوڅو، تفریحي پارکونو او پلیو لارو مخکنی او اوسنی حالت ښودل شوی او په اړه یې معلومات لیکل شوي دي.

 د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ویلي، کابل ښاروالۍ په تېرو دریو کلونو کې لسګونه پروژې په بېلابېلو برخو کې پلې کړي، څه باندې دوه میلیونه نیالګي یې کېنولي او څه ناڅه ۱۵ میلیارده افغانۍ عواید یې راټول او په عام المنفعه پروژو کې یې لګولې دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس