کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزارت ځانګړې محکمې له لوري د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند د سردار محمد داود خان ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادیږې، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه دولتي تثبیت کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې سپارلې ده.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه، چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/