معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، چې راتلونکو څو ورځو کې به کابل کې د کار ملي کنفرانس پیل شي.

د یادو مسوولینو په وینا د دغه کنفرانس موخه د بې کارۍ د لاملونو څېړنه او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

بل لور د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي دغه کنفرانس د بې‌ وزلۍ په کمولو کې خورا اړین بولي.

د دغه کنفرانس د جوړېدو خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې د مرکز په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اکثره خلک له وزګارتیا شکایت کوي او ټینګار کوي چې حکومت باید ورته کاري زمینې برابرې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس