معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

کابل کې د کورنیو تولیداتو څلور ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۵  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د اقتصادي بریا او پرمختګ په نوم د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون پای ته ورسېد.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې ويلي، په تېرو څلورو ورځو کې، کابو ۱۰۰ زره کسانو د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې له تولیداتو او حصولاتو لیدنه کړې ده.

د دغې خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان ویلي، که د سرپرست حکومت مسوولین له صنعتګرو ملاتړ وکړي، هېوادوال هم له داخلي تولیداتو او محصولاتو استفاده وکړي او همداراز تولیدونکي هم ښه محصولات بازارونو ته وړاندې کړي، نو یو شمېر خلکو ته به د کاري زمینو له برابرېدو سربېره افغانستان په اقتصادي برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

بل لور د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هېوادوالو غوښتي، چې د هېواد اقتصادي ودې لپاره له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي.

له دې سره سم د کرنې او مالدارۍ او همداراز د کسبګرو خونو مسوولین هم له داخلي تولیداتو ملاتړ د افغانستان پر ځان بسیاینې لپاره یوازېنۍ لار ګڼي.

دوی د داخلي تولیداتو او محصولاتو د معرفۍ او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل اغېزناک ګڼي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس