معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې نن د ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه ده

کابل کې نن د ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه ده

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو د ناستې کوربه دی.

د خبر پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې دا ناسته د ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو د ځانګړو استازو او سفیرانو په ګډون د افغانستان د سیمه‌ ییزې همکارۍ په ابتکار جوړه شوې ده.

یاد وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې به د مشترکو ګټو پر بنسټ د منطقه‌ محور  تعامل پر لارو چارو، متقابل درناوي، سیمه‌ ییز اتصال او د ټرانزیټ پر فرصتونو خبرې وشي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس