معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې نیول شوی ایرانی عکاس خوشې شوی

کابل کې نیول شوی ایرانی عکاس خوشې شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۴ مه نېټه):
بي بي سي د ایران د تسنیم خبري اژانس له قوله خبر ورکړی، چې د دغه آژانس یو عکاس محمد حسین ولایتي چې تېره شنبه له کابله ایران ته ستنېده، د کابل هوايي ډګر کې نیول شوی و، تېره شپه خوشې شوی دی.
د دغې رسنۍ د خبر پر بنسټ، نوموړی کابل کې د ایران سفارت ته سپارل شوی دی.
د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي که څۀ هم د نوموړي د نیول کېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو دا سې منلې، چې یاد عکاس بېرته خوشې شوی دی.
وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پر ټویټر لیکلي وو، چې د ولایتي د بېرته ستنولو لپاره پراخې دیپلوماتیکې او کنسولي هڅې روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس