معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابینې د آمو سیند څنډو ته د پرېکنده اقداماتو غوښتنه کړې

کابینې د آمو سیند څنډو ته د پرېکنده اقداماتو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې درېیمه غونډه کې د آمو سیند سواحلو د استحکام په اړه د پرېکنده اقداماتو د ترسره کولو پرېکړه شوې.

د مسوولینو په وینا دغه پرېکړه د دې لپاره شوې، چې د سیند غاړو د تخریب مخه ونیول شي.

د کابینې غونډه کې د افغان نساجي شرکت د جایدادونو د راګرځولو په اړه هم د څېړنې په موخه پلاوی ټاکل شوی دی.

همداراز دغې غونډه کې د مالیې وزارت د لومړۍ ربعې د غیر مالیاتي عوایدو راپور هم تایید کړی او ځینو ادارو ته یې لارښوونه کړې، چې له شته امکانانو او فرصتونو څخه په استفادې د مالیې وزارت لارښوونې په نظر کې ونیسي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس