معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابینې غونډه کې د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو مسوده تایید شوه

کابینې غونډه کې د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو مسوده تایید شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د کابينې په ۲۲مه غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایيد شوې ده.

په دغه مسوده کې ياد وزارت ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارې ترسره او د لويو لارو په اوږدو کې د سړکونو د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د سرپرست حکومت اقتصادي له لوري په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د مړه شویو، ټپيانو او مالي زيانونو په اړه ارقام او معلومات وړاندې شوي او اړوند ادارو ته سپارښتنه شوې، څو زيانمنو شويو سره مرسته وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس