معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کاناډا بیا ځل له پاکستانه د ۳۲۴ افغان پناه‌غوښتونکي ایستلي

کاناډا بیا ځل له پاکستانه د ۳۲۴ افغان پناه‌غوښتونکي ایستلي

پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، دغه هیواد تازه له پاکستان څخه کاناډا ته ۳۲۴ افغان کډوال لیږدولي دي.
د دغه هېواد د کډوالو چارو وزیر “شان فریزر ” پرون چهارشنبه د لړم پر ۲۵مه ويلي چې ۳۲۴ افغان کډوال د یوې ځانګړې الوتنې په ترڅ کې له پاکستان څخه کاناډا ته انتقال شوي دي.
د فریزر په وینا، کاناډا اوسمهال د ٢٤ زره افغان اتباعو کوربه دى.
شان فریزر دا هم ویلي، چې دوی تر اوسه یوازې له پاکستان څخه کاناډا ته ۱۹ ځانګړي الوتنې کړې دي.
نوموړي د کاناډا د کډوالۍ پروګرام ته په اشارې سره ویلي چې د ۴۰ زره افغان اتباعو منلو ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کاناډا په ګډون ګڼ‌شمېر هېوادونو تر دې دمه له افغانستانه لسګونه زره له خطر سره مخ افغانان ایستلي دي.
پر دې سربېره له څه باندې یو کال راهیسې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په غیرقانوني لارو د افغان کډوالو شمېر زیات شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس