معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کاناډا له پاکستانه ۳۵۰ تنه نور افغانان هم ولېږدول

کاناډا له پاکستانه ۳۵۰ تنه نور افغانان هم ولېږدول

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۶):
د کاناډا د کډوالۍ وزارت ويلي، له پاکستان هېواده يې ۳۵۰ نور افغان کډوال هم منتقل کړي دي.
ياد شمېر افغان کډوال پرون په يوه ځانګړې الوتنه کې له اسلام اباده کاناډا ته لېږدول شوي چې هلته به د کلګري، اوتاوا او ټورنټو په شلو بېلابېلو ټولنو کې استوګن شي.
د کاناډا د کډوالۍ وزارت له لوري په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې تر دې مهاله يې له افغانستانه ۲۶ زره او ۷۳۵ افغانان چې د کاناډايي ځواکونو او ادارو پخواني همکاران او د هغوی د کورنيو غړي وو، وېستلي او د پاتې هغو د وېستلو لپاره يې هم چټکې هڅې روانې کړې دي.
د کاناډا حکومت ويلي چې د ۲۰۲۳ کال تر پايه به تر ۴۰ زرو ډېر افغانان کاناډا ته ولېږدوي.
د اوسني حکومت په راتګ سره ډېری هغه افغانان چې بهرنیانو سره بېلابېلو برخو کې همکاران و، له افغانستانه وویستل شول او دا لړۍ لا هم دوام لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس