کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په داسې حال کې چې د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې د افغان کډوالو د تخلیې د پروګرام په لړ کې تېره ورځ له پاکستانه ۳۴۵ نور افغان کډوال انتقال کړل، د کاناډا حکومت ۲۱ میلیونه کاناډايي ډالره د هغو افغانانو ملاتړ ته ځانګړي کړل، چې د خوندیتوب لپاره د منځنۍ آسیا هېوادونو او پاکستان ته تللي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، د کاناډا د حکومت دا مرسته چې دغه سازمان ته یې ورکړې، په قزاقستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان کې د روغتیا په شمول د افغان کډوالو پر اړتیاوو ولګول شي.
کاناډا د روان کال د اکتوبر د میاشتې وروسته چې پاکستان د دغه هېواد څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د وېستلو بهیر چټک کړ، تراوسه یې په څو چارټر الوتکو کې له اسلام آباد څخه د کاناډا مختلفو ښارونو ته افغانان انتقال کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/