معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې وزارت سږ کال د غنمو په حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی

کرنې وزارت سږ کال د غنمو په حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سږ کال په هېواد کې د ډېرو اورښتونو او للمي کښتونو ته د پام وړ اوبو رسېدلو له امله د غنمو په حاصلاتو کې د زياتوالي خبر ورکوي.

په همدې حال کې کروندګر هم د غنمو له کروندو څخه د ښو حاصلاتو را ټولولو هیله لري.

بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په هېواد کې د غنمو د حاصلاتو د سروې بهیر پیل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې پرون خپره شوه، یاده پروسه په ننګرهار ولايت کې پيل شوې او په ټول هېواد کې به پلې شي. د مسوولینو په خبره، د دې سروې موخه د افغانستان د غنمو حاصلاتو او کيفيت معلومول دي.

هېواد کې له اوږدې وچکالۍ وروسته سږنی پسرلی له ډېرو بارانونو سره پیل شوی، چې دغو بارانونو د غنمو په حاصلاتو کې د زیاتوالي هیلې ټوکولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس