معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرکټ بورډ سبا د خلکو لپاره پر لوی سکرین د سیالۍ لیدو زمینه برابروي

کرکټ بورډ سبا د خلکو لپاره پر لوی سکرین د سیالۍ لیدو زمینه برابروي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له سویلي افریقا سره د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، پلان کې لري چې یاده سیالۍ د کابل کرکټ لوبغالي کې پر یوه لوی سکرین خپلو هېوادوالو ته خپره کړي.

کرکټ بورډ د کرکټ له مینوالو غوښتي، چې راشي او یوځای په دغه سکرین له لوبې خوند واخلي.

کرکټ بورډ دغه راز زیاته کړې، چې دغه ځای کې به خواړه او څښاک هم په وړیا ډول خلکو ته ورکړل شي.

د افغانستان پرمهال سبا سهار ۰۵:۰۰ بجې افغان کرکټ ملي لویډله له سویلي افریقا سره د شل اوریز نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې مخامخ کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس