معماری
خانه / ژورنالیزم / کـونړ ولايت کـې د رسـنيز بـهـير د پېـل تاريـخـچـه

کـونړ ولايت کـې د رسـنيز بـهـير د پېـل تاريـخـچـه

 ضياء الرحمن حبيب سپين غر، د کونړ جریدې مسؤول مدیر

 

د کونړ ولايت د رسنيز بهير د پیل او تر دې دمه د هغې د دوام په اړه معلومات او په منځ کې يې د بېلابېلو بدلونونو په اړه خبرې لدې ځای څخه پیل کېږي چې لومړی باید د کونړ ولايت په لنډه توګه وپېژنو:

کونړ د افغانستان یو غرنی ولایت دی چې د هېواد په ختيځ کې موقعیت لري، شمال ته يې ختیځ نورستان، سوېل ته يې ننګرهار ولایت، لوېديځ ته يې لغمان ولایت، شرق ته يې ډېورنډ کرښه ده، چې له کرښې هاخوا د مومندو او باجوړ ایجنسۍ پرتې دي او قبایلي مومند او سالارزي قومونه په کې ژوند کوي.

د (لرغوني او اوسني کونړ) کتاب د معلوماتو پر بنسټ په خپله کونړ د نورستانۍ ژبې یوه کلمه ده، چې معنا يې د ښونه يا زيتون دره ده، کونړ پخوا د ننګرهار ولایت حکمراني وه چې په شاهي دولت کې په ۱۳۴۴ لمریز کال کې په جلا ولایت بدله شوه.

دا مهال د مرکز اسعدآباد په ګډون ١۶ اداري واحدونه: خاص کونړ، نورګل، څوکۍ، نرنګ، سرکاڼو، مروره، شیګل، دانګام، اسمار، غازي آباد، ناړۍ، وټه پور، شلتن، ماڼوګى او چپه دره ولسوالۍ لري، په کونړ کې ١٣ لوی قومونه؛ ساپي، سالارزي، مشواڼي، شینواري، ماموند، ترکاڼي، الکوزي، مومند، بزرګخېل، ملاګوري، سرکاڼي، ګجر او کوهستاني ژوند کوي.

الف-کونړ کې د مطبوعاتو پیل؛غږيزې او انځوريزې رسنۍ:

الف- دولـتي رسنۍ:

۱- دولتي راډيو او ټلويزيون:

په دغه اړه د کونړد دولتي (ملي) راډيو ټلويزيون پخوانی همکار ملنګ سليم چې لا هم په همدې اداره کې دنده مخ ته وړي، وايي: په ۱۳۴۲ لمريز کال کې دلته د کونړ په مرکز اسعدآباد کې د وخت د دولت له خوا يوه آخذه د”منډه کول” تاريخي چينې په پورتنۍ ساحه کې ولګول شوه، چې يوه دستګاه يې په مرکزي څلورلارې کې د عمراخان لېسې ترڅنګ د يار محمد خان په درې پوړيزه ودانۍ کې وه او دوه لوډ سپېکر یې یو د بازار په مرکزي او بل يې د کرهالې پله شا او خوا کې وو، نصب شول او نشرات به پرې کېدل.

مشر ژورناليست او ليکوال” شاه ولي سالارزی” د دغه وخت نشراتو په اړه وايي: دغې اخذې تقويه کوونکی رول لرو، په دې معنا چې د مرکز کابل نشرات به يې دلته خپرول، نور دلته توليدي خپرونې نه وې، او دغه دستګاه ته د يو کيلو واټ برېښنا سيسټم هم جوړ شوی ؤ.

د ملنګ سليم په وینا؛ دغې دستګاه خپل داسې سيسټم درلود چې خپله برېښنا به يې خپله ځان ته جوړوله، هغه دغه دستګاه ډېره ښه بلله او زياته يې کړه چې دا په يو لوی موټر کې نصب وه.

د هغه وخت او د اوسني وخت د کونړ ملي راډيو تلويزيون تخنيکي همکار “اسرايیل کونړی” وايي چې راډيو هغه وخت دوه ساعته مستقيم د کابل نشرات دلته کونړ کې خپرول.

د ښاغلي کونړي په وینا په۱۳۶۲ لمريز کال کې راډيو او په ۱۳۶۴ لمريز کال کې ټلويزيون جوړ شو( په کونړ کې) چې لومړی به دلته ټاکل شوو کسانو د شپې له دولس بجو نه تر درې بجو پورې، د کابل دولتي ټلويزيون خپرونې په يو ډول لويو جاپانۍ کيسټونو کې ثبت کولې او بيا به یې په سبا ورځ د ماذيګر له شپږو بجو نه د شپې تر نهو بجو پورې د کونړ له ټلوېزيون څخه ثبت شوي مواد خپرول چې په عادي آنتن به خلکو ته د کتلو وړ وې.

د هغه په وینا دغه مهال راډيو دوه ساعته نشرات لرل او ټول پرسونل یې څلور کسان وو چې دوه کسه د راډيو او دوه کسه نور د ټلويزيون لپاره وو او د نشراتي برخې مسؤوليت یې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره ؤ او تخنيکي چارې یې بیا د مخابراتو رياست پورې اړوندې وې.

د کونړ د ملي راډيو تلوېزيون د خبريال ملنګ سليم په وینا؛ پر هېواد د روسانو د یرغل تر ماتې وروسته د مجاهدينو په وخت کې په کونړ کې هېڅ نه وو، ځکه هېواد په کورنيو جګړو کې ښکېل ؤ، خو وروسته د طالبانو د لومړي ځل واکمن کېدو سره سم دلته د “آر -يک صدو هشتاد” په نوم دستګاه چې اصل کې د مخابرې دستګاه وه، دلته په کونړ کې فعاله شوه او په مېډيم څپه به يې شپږ ساعته نشرات کول، په دې نشـراتو کې خبرونه، د راغلو ليکونو خپرونې او ځينې نورې خپرونې خپرېدې.

د هغه په وینا هغه وخت انالوګ سيسټم ؤ، يعنې اوسنی ډيجيټل د ثبت سيسټم او نور نه وو.

د هغه په وینا؛ دغه مهال د راډيو دستګاه او سټوډيو د کونړ اوسني مستوفيت رياست پرځای وه چې يو آنتن يې ترڅنګ په زراعتي ځمکو کې او بل يې د اسعدآباد په زاړه روغتون کې هسک شوی ؤ، چې د دواړو انتنونو ترمنځ لين وصل او په منځ کې يې کوم رسنيز آنتن ته ورته اله لګېدلې وه، هغه مهال اسعدآباد د “منډه کول” برېښنا کوټ برېښنا توليدوله خو لږه وه، نو د همدې امله به يې راډيو چالانېدو لپاره انډلکي چينايي جنراتور چالانوه او يو لوډسپېکر به د راډيو په دېوال نصب او چالان وو، هغه وخت اسعدآباد ښار دومره لوی نه ؤ، نو ځکه به یې تر ډېرې ساحې غږ اورېدل کېده.

د ښاغلي کونړي په وینا دغه مهال د راډيو او اطلاعاتو فرهنګ رياست ټول کارکوونکي شل کسان وو، چې د تېر په څېر تخنيکي برخه مخابراتو سمبالوله او نشراتي کارونه د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مخ ته وړل.

 

۲- دولتي راډيو او ټلويزيون د تېر جمهوريت پر مهال:

د ښاغلي کونړي په وینا؛ د طالبانو د واکمنۍ د لومړي دور تر پای ته رسېدو وروسته په جمهوريت کې کونړ ولایت ته د راډیو یوه پنځه کيلو واټه دستګاه راوړل شوه چې آنتن يې هم د ملي راډيو تلويزيون په اوسنۍ سيمه کې نصب شو چې ډېر لوی ؤ او کټ مټ د مبايل مخابراتي انتنونو په څېر وو، د دغې دستګاه قرار داد له پاکستانيانو سره شوی وو چې له بده مرغه دوی په لوی لاس په دستګاه کې ګوتې وهلې وې او خرابه کړې یې وه او بیا جوړه نشوه. وروسته بیا دلته د امريکايانو له خوا د لس کيلو واټه د راډيو دستګاه راوړل شوه.

د ملي راډيو تلويزيون د نشـراتو د مدير ضياء الحق ساپي په وینا د جمهوريت په لومړيو کلونو کې د کونړ ټلويزيون دستګاه د هندوستان هېواد له لوري او د راډيو ايف ايم دستګاه د آزادۍ راډيو له لوري چې دغلته د آزادۍ راډيو له لورې فعاله شوه او د هغه په وینا د راډيو او ټلويزيون د ودانۍ لومړی پوړ د ښاروالۍ له خوا او دوه يم پوړ د هغه مهال امريکايانو پي ارټي يا ولايتي بيا رغونې ټيم له خوا جوړ شو.

د ښاغلي اسرايیل کونړ په وینا، د امريکايانو له خوا تر پنځه ويشتو قراردادي همکاران هم پدې اداره کې وګومارل شول پداسې حال کې چې شاه خوا شل کسان له پخوا وو او د دغه پنځه څلويښت کسانو (کمره مين، ډرېور، اجيرانو، ساتونکو په شمول) معاش، تيل او ډوډۍ لګښت ورکول کېده، د هغه په وینا دغه مهال راډيو شپاړس ساعته نشـرات په ايف ايم او ميډيم څپو درلودل او ټلويزيون شپږ ساعته نشـرات لرل چې په هره برخه کې توليدي خپرونې چمتو کېدې، همدارنګه په راډیو او ټلویزیون دواړو کې ژوندۍ خپرونې هم خپرېدې.

د دې ترڅنګ به ماښام مهال د کابل ملي ټلويزيون خبري سروېس هم د کونړ له ټلويزيون نه خپرېدو او ځينې خپرونې به کونړ کې توليد او د ملي ټلويزيون له مرکزي دستګاه څخه خپرېدې، د دې ترڅنګ د اختر او نورو ملي ورځو او مراسمو په اړه هم ژوندۍ او ثبتي خپرونې او پروګرامونه جوړېدل او خپرېدل.

دغه مهال ټلويزيون په ساده آنتن خلکو د ټلویزیون ننداره کولی شوه او راډيو په ايف ايم او ميډيم څپو خپرونې کولې چې د کونړ له لرو پرتو سيمو پرته آن د پاکستان له کراچۍ او نورو سيمو څخه اورېدونکو اړيکې نيولې.

۳- اوسمهال دولتي راډيو او ټلويزيون:

وروسته تر دې چې طالبان په دو يم ځل واکمن شول د کونړ د راډيو او ټلويزيون نشـرات هم تغییر شول، د کونړ د ملي راډيو ټلويزيون د نشراتو اوسني مدير ښاغلی نذير الله عابد په خبره؛ اوسمهال د راډيو نشـرات شپږ ساعته دي چې د کابل څخه د ملي راډيو زيات او ځينې پروګرامونه له همدې ځايه چمتو او خپريږي، د هغه په وینا ټلويزيون يو ساعت نشـرات لري چې نيم ساعت د مرکز کابل نشـرات او نيم ساعت دوی په کونړ کې توليد شوې خپرونې او خبرونه نشروي، په راډيو کې هم خبرونه او خپلې توليد شوې خپرونې خپروي، اوسمهال شل کارکوونکي لري، د ښاغلي عابد په وینا د دوی پوښښ ساحه تر ناړۍ، وټه پور او څوکۍ ولسواليو پورې ده، ټلويزيون يې په عادي آنتن نشریات کوي خو راډيو او ټلويزيون کې ژوندۍ خپرونې لا تر اوسه نه شته.ياده راډيو اوسمهال په ۱۰۵،۲ ايف ايم څپه نشرات کوي او د مسؤولينو په وینا د پوښښ ساحه يې د کونړ لرې پرتو سيمو پورې رسېږي.

 

ب- شـخـصـي او غیر دولتي رسنۍ:

۱- ځلا راډيو او ټلويزيون:

په کونړ کې د ځلا په نوم لومړنۍ خپلواکه ( غیر دولتي) راډیو په ۲۰۰۷ د کونړ ناړۍ ولسوالۍ په بريکوټ سيمه کې جوړه شوه، چې مسؤول مدير یې شکيب سانين دی، هلته له څه مودې وروسته بيا د کونړ مرکز اسعدآباد ښار ته راولېږدول شوه او تر دې مهاله نشرات کوي.

څه موده وروسته يې ټلويزيون هم په نشراتو پېل وکړ، په شپه او ورځ کې پنځلس ساعته نشـرات د راډيو او پنځه ساعته نشرات د ټلويزيون له لارې کوي، راډيو يې په ۸۹.۲ څپه نشرات کوي. د دې رسنۍ دفتر اوسمهال په اسعدآباد ښار کې د کونړ ولايتي روغتون ته غزيدلي سرک ترڅنګ شمال لور ته دی.

 

 

۲- ښکلا راډيو:

دې راډيو په ۱۳۹۳ لمريز کې نشرات پېل کړل، مسؤول يې ژورناليست او خبريال روح الله انوري دی، تر ۱۴ کسانو پورې کارکوونکي لري، څپه يې ۸۸،۸ ايف ايم ده او اوسمهال ديارلس ساعته نشـرات لري چې د جمهوريت پرمهال شپاړلس ساعته وو چې د خبرونو ترڅنګ بېلابېلې ثبتي او ژوندۍ هر اړخيزې خپرونې يې لرلې، خو دمګړۍ یې نشرات يوازې ديني وعظونو، نعتونو او ځينې سوداګريزو خبرتياو ته ځانګړي شوي دي. د پوښښ ساحه يې تر خاص کونړ، غازي آباد، وانت وايګل او پښتونخوا سيمو پورې ده.

د مسؤولينو په وینا يې اوس مهال له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په ډېر مشکل یې د سوداګريزو خبرتياوو پر مټ يې دغه رسنۍ ژوندۍ ساتلې چې خورا کمې پېسې دي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د دوی ستونزه هم د بريښنا نشتوالی دی، د دې راډيو دفتر د منډه کول تاريخي چينې ترڅنګ دی.

 

۳- بدلون راډيو:

په ۲۰۱۰ زيږديز کال کې يې په نشراتو پېل کړی، دغه راډیو د جمهوريت پرمهال يې نشـرات شپاړلس ساعته وو چې خبرونو ترڅنګ يې بېلابېلې ژوندۍ او ثبتي خپرونې درلودې او اوس مهال ديارلس ساعته خپرونې لري چې د اسلامي مسايلو ترڅنګ ځينې سوداګريزې خبرتياوې او همدارنګه د کابل څخه د سلام وطندار راډيو نشرات د څو ساعتونو لپاره خپروي، مسؤول يې ژورناليست او خبريال خان ولي سالارزی دی، د راډيو څپه يې ۸۸ ايف ايم ده، د پوښښ ساحه يې د کونړ تر لرې پرتو سيمو پورې ده. د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د دوی ستونزه هم د برېښنا نشتوالی دی او همدارنګه د اقتصادي ستونزو له امله يې د کارکوونکو شمېر هم کم شوی.د راډيو دفتر يې د منډه کول چينې په لور غزېدلي سرک ترڅنګ د کونړ ولايت مقام او کرهڼې رياست ته مخامخ په اتحاد پلازه کې دی.

 

۴- توحيد غږ راډيو:

دا راډيو د کونړ په نورګل ولسوالۍ کې د ۲۰۱۴ زيږديز کال راهيسې په ايف ايم څپه نشـرات کوي، څپه يې ۸۸،۳ چې له پېل نه يې نشـرات اسلامي، تعليمي، ټولنيز او نورې برخې رانغاړي، يعنې سندريزې خپرونې نه لري، مسؤول يې انجنیر اجمل دی، د اسلامي جمهوريت پرمهال يې نشـرات څوارلس ساعته وو او اوس لس ساعته ته راټيټ شوي چې مخکې يې د کارکوونکو شمېر ديارلس خو اوس پنځه کسه ته راټيټ شوی چې لامل يې د خبرتياوو او پروژو نه شتون دی.

د پوښښ ساحه يې د ننګرهار ولايت تر کامې ولسوالۍ او کونړ اسعدآباد ښار پورې ده.

د دې راډيو دفتر د کونړ نورګل ولسوالۍ له بازار نه مخکې د کونړ لور ته د نورګل خوړ په غاړه شتون لري.

 

۵- نښتر راډيو:

د دې راډيو مسؤول نجيب الله ؤ چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې يې نشرات د يوې لنډې مودې لپاره پېل کړل خو بيا وروسته بنده شوه او تر دې مهاله بنده ده. د دې راډيو دفتر د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد په مرکزي سيمه “کرهالې” کې ؤ.

 

ب- کونړ کې د مطبوعاتو پیل؛ چاپي رسنۍ:

A– دولـتي جرېدې او مجلې:

د ليکوال او ژورناليست شاه ولي سالارزي په وینا: تقريبا په ۱۳۶۴ لمريز کال کې چې د ببرک کارمل د واکمنۍ مهال ؤ.

د کونړ په نوم دولتي جريده په اونۍ کې يو ځل په ننګرهار ولايت کې چاپیدله چې د کونړ اړوند موضوعات به په کې وو چې د موضوعاتو مرسته به دکونړ باختر آژانس له لوري ورسره کېده، ياده جریده تر یوې مودې ودرېدو وروسته د جمهوريت پر مهال له ۱۳۸۴ لمريز کال څخه بیا خپرونې پیل کړې چې لا اوس هم دوام لري او اوس هم د کونړ په نوم په مياشت کې یوځل په رنګه ډول، زر ګڼې د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کونړ جريدې عمومي مديريت له لوري چاپيږي، مسؤول مدير يې اوسمهال “ضياءالرحمن حبيب سپين غر” دی.

دغه جريده د کونړ پر مرکز او ولسواليو سربېره د هېواد څلور دېرش ولايتونو او هم په پلازمېنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بېلابېلو معينيتونو او رياستونو ته استول کېږي.

د کونړ مجله چې دولتي خپرونه ده تر ځنډ وروسته یې لومړنۍ ګڼه يې په ۱۳۷۸ لمریز کال کې چاپ شوه چې بيا تر نېږدې دوه ويشت ګڼو پورې کله پرلپسې او کله په ځنډ د کونړ اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري چاپېده.

پر دې سربېره “د کونړ ولايت هنداره”، “له ژمنې تر عمله” او په داسې ورته نورو نومونو هم د ولايت مقام په لګښت مجله چې بڼه يې لويه او کتاب ته ورته وه، هم چاپېده چې موضوعاتو زياته برخه يې د ولايت مقام او ولايتي ادارو پلانو او لاسته راوړنو ته ځانګړې شوې وه چې هم په ليکنۍ بڼه او هم په انځوريزه بڼه يې څرګندونې کولې.

B– خصوصي جرېدې او مجلې:

هېواد کې د اسلامي جمهوريت او نړيوالو ځواکونو په راتګ سره دغه بازار ګرم شو چې په لمن کې يې دغه چاپي توکي د لنډ مهال لپاره، يعنې ځينې يو ځل، ځينې څو ځل او يا يو کم شمېر يې چاپ او خپاره شول:

ستوری، خوځښت، روغ ژوند، زده کړه، لوستل، غنچه، سپرغۍ، روزنه، لوپټه، کونړغږ، افاق، غزا، چغان، سیمه، فکري یون، آيینه، د عدالت کور او کرکټ مجلې وې چې چاپ شوې.

کونړ، کونړ ځوانان، څارګر، رغاونه، ځلا، اسعدآباد، څار، شېبه، اخلاص، ځوان یون، ولس ارمان، تنوير، بدلون او یو شمېر نورې جریدې په پرله پسې ډول له چاپه راووتې.

 

ج- کونړ کې د مطبوعاتو پېل؛ هغه رسنۍ چې په کونړ کې يې يوازې نشرات خپريږي:

 

غږيزې او انځوريزې رسنۍ:

کونړ کې د اسلامي جمهوريت پر مهال او تر وروستيو يې لږ دمخه د ملي ټلويزيون، لمر، طلوع، آريانا او د شمشاد ټلويزيونونو خپرونې په عادي آنتنونو د نندارې وړ وي، خو وروسته بيا بندې شوې او اوسمهال يې ليدل يوازې په ريسور او کيبل شبکې د ليدلو وړ دي، خو د اسلامي جمهوريت له سقوط سره سم کيبل هم له منځه لاړ.

د جمهوريت پرمهال آزادۍ ،بي بي سي، امريکا غږ، آريانا، شمشاد ،آرمان او اراکوزيا هم په ايف ايم نشـرات کول، خو په وروستيو کې او بيا د جمهوريت له سقوط وروسته يوازې آزادۍ راډيو په ايف ايم نشرات کوي.

 

د- کونړ کې د مطبوعاتو پیل؛ کتابتونونه:

 

په کونړ کې دوه دولتي کتابتونونه چې د اطلاعات او کلتور ریاست په چوکاټ کې دي، يو يې د سيدجمال الدين افغان په نوم او بل يې د عامه کتابتون په نوم شتون لري چې هر يو يې د زرهاوو کتابونو، مجلو او نورو درولودونکي دي، نېږدې پنځوس شخصي کتابتونونه هم شتون لري چې تازه چاپ شوې مجلې او کتابونه ورته په وخت رسېږي، خو اوس مهال دغه جريان تر ډېره ټکنی او په ټپه ولاړ دی، په کونړ کې لرغوني آثار شته، خو د ساتنې لپاره يې موزیم نشته، د اطلاعاتو او فرهنګ مسؤولينو په وینا هر وخت او څو ځل يې له وزارت نه د موزيم جوړېدو غوښتنه کړې خو لا يې غوښتنه په غوښتنې بڼه پاتې ده.

په کونړ کې له شلو زياتې فرهنګي ټولنې شتون لري چې زيات يې د فعاليت رسمي جوازونه هم لري،خو اوسمهال دغه بهير هم په ټپه ولاړ دی او هېڅ ډول فعاليت شتون نه لري.

 

وړانديزونه:

دا چې د طالبانو په نظام کې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ځانګړی او مهم مقام لري، نو هيله ده چې د کونړ لپاره دغه وړانديزونو باندې غور وکړي او پلي کېدو لپاره يې لاس په کار شي:

۱- کونړ ولايت کې بايد يو موزيم جوړ شي

۲- د چغان په تاريخي غونډۍ او ځينو نورو مهمو ځايونو کې دې هوټلونه جوړ شي

۳- په دانګام، شيګل او پيچ دره کې دې د تفريح ځايونه؛ لکه: پارکونه، زانګوګانې او نور د سيلانيانو لا زياتېدو لپاره جوړ شي او نومونه دې هم پرې د کونړ مشهورو څېرو کيښودل شي

۴- پرته له تبعيض او سياست نه دې د کونړ وتلو شاعرانو، ليکوالانو او نورو په اړه علمي سمينارونه جوړ شي

۵- کونړ ملي راډيو تلويزيون نشراتي او هر اړخيزه پراختيا بايد وشي، ځکه کونړ غرنی ولايت دی او دلته د رسنيو پوښښ ساحه کمه ده.

۶-د کونړ په اسعدآباد ښار کې څو ځايونه دي چې چوک جوړولو ته وړ دي، که د ښاروالۍ او نورو ادارو سره خبرې وشي او څلور لارې جوړې او په کې داسې ساختمانونه ډيزاين شي چې ښار ته ښکلا ورکړي،که مالي امکانات يې دولت نه لرل نو له ملي سوداګرو سره دې جوړ جاړی وشي، خېر نومونه دې د دوی په خوښه پرې کېښودل شي، لکه د اسلامي جمهوريت پرمهال چې بلخ ولايت کې ورته کار وشو.

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس