معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندز کې سږ کال څه باندې ۱۲ زره مټريک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه توليديږي

کندز کې سږ کال څه باندې ۱۲ زره مټريک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه توليديږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندز ولايت کرنې، اوبو لګولو او مالداري رياست د کرنيزو تخمونو د تصديق آمريت چارواکو ويلي، چې سږ کال څلور څېړنيز فارمونه د کرنيزو تخمونو د توليد او تکثير دولتي شرکت او د کرنيزو تخمونو د توليد خصوصي شرکتونو لخوا ۴۳۲٫۵۱۲ مټريک ټنه هستوي، مورني او بنيادي تخمونه په ۱۷۳۲۰٫۶۱ جريبه ځمکه کې په ۱۶۰۱ تنه بزګرانو باندې د مورني، بنيادي او تصديق شوي تخمونو د توليد په موخه وېشل شوي دي.
د کندز ولايت د کرنې رياست چارواکي زیاتوي، چې د کندز، بغلان، تخار او بدخشان په کرنيزو څېړنو فارمونو کې ۳۷٫۸۵ جريبه، د کندز دولتى شرکت ۸۷۴ جريبه، د بغلان دولتي شرکت ۱۰۶۵٫۳ جريبه، ذاخيل پامير شرکت ۱۴۶۴جريبه، زمزم شرکت ۲۰۲۳٫۹۶ جريبه، مصطفي چوپان شرکت ۹۹۷٫۵ جريبه، سلطان داود شرکت ۳۴۶ جريبه، دهقان عصري شرکت ۵۲۲جريبه، لوي باختر افغان شرکت ۲۱۵۶ جريبه، نهر سعيد شرکت ۵۸۲ جريبه، کولاب کندز شرکت ۳۵۱ جريبه، عبدالمصور شرکت ۶۲۰ جريبه، همکار دهقان شرکت ۴۱۹ جريبه، حضرت سلطان شرکت ۴۰ جريبه، شعيب تاج شرکت ۱۸۰ جريبه، خواجه کفتر شرکت ۲۴۰۰ جريبه، عبدالبصير عمرخيل شرکت ۹۹۲ جريبه، ابوذر غفاري شرکت ۳۴۰ جريبه، مصطفی اسلمي ۲۸۰ جريبه، پيشګام عرب شرکت ۱۰۰ جريبه، خرم صحرا شرکت ۱۰۸جريبه، برګ سبز شرکت ۲۸۰جريبه، مظلوميار شرکت ۲۰۰ جريبه، دوشي شرکت ۳۸۲ جريبه، خانه دهقان ۶۰جريبه، تالقان شرکت ۸۰ جريبه، همدرد شرکت ۴۰ جريبه، سعادت بلوڅ شرکت ۳۲۰ جريبه او بهارستان شرکت ۱۶۰جريبه ځمکه کې کرلي دي چې د تفتيش دوه مرحلې يي پای ته رسېدلي او نږدې ورځو کې به يې آخري تفتيش هم پيل شي.
په پام کې ده چي د دې وېشل شوي تخمونو نه ۱۲ زره مټريک ټنه اصلاح شوي او با کېفيته تخمونه توليد شي، چې دا تخمونه د امراضو، آفاتو په وړاندې به مقاوم او لوړ حاصل ولري او د بزګرانو په حاصلاتو کې به رغنده رول ولري.
د مسوولینو په وینا د دې تخمونو په کښت سره به هېواد د ځان بسیاینې خوا ته نږدې شي او تخمونه به د تصديق څخه وروسته د هېواد په نورو بزګرانو هم ووېشل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس