کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یاد لابراتوار د خوړو او درملو د ملي ادارې له خوا د ۲۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شو.
د خبر له مخې دغه پرانيست غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې سرپرست، د پوهنې سرپرست وزیر، د کندهار د اطلاعات او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.
مسوولین وایي، د ریاست الوزرا اداري مرستیال دغه غونډه کې ویلي، په نورو زونونو کې به هم د خوړو او درملو د آزمویلو لابراتوارونه پرانیزي.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست رییس بيا ویلي، چې د یاد لابراتوار پر جوړېدو تر ۲۵۰ زره امریکايي ډالره لګښت شوی، چې په دې سره به د بې کېفیته خوراکي توکو مخه ونیول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/