معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د ملګرو ملتونو وګړیز صندوق لخوا ۳۱ قابلې روزل شوي

کندهار کې د ملګرو ملتونو وګړیز صندوق لخوا ۳۱ قابلې روزل شوي

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د ملګروملتونو د وګړو صندوق وایي، په کندهار کې ۳۱ نویو قابلو د زده ‌کړو یو کورس چې اته اوونۍ یې دوام کړی، بشپړ کړ.
دا خبره د ملګرو ملتونو صندوق پر خپل ټویټر کړې او ویلې یې دي، روزل شوې قابلې دې ته چمتو شوي چې د دې صندوق په ملاتړ په ټولنو کې د کورنیو په روغتیایي خونو کې په کار پیل وکړي.
په ټوېټ کې راغلي، دغه قابلې به د کورنیو لپاره د همدغو روغتیایي خونو له لارې خپلو خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.
د ملګروملتونو د وګړو د صندق په وینا، قابلې د خلکو ژوند ژغورلی شي او پر ماشوم د مور د مړینې مخه نیولی شي.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و، چې په افغانستان کې ډېری میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې علت یې په کم عمر کې واده او یا هم د معیاري روغتیایي خدمتونو نشتون ښودل شوی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس