کندهار کې د ملګرو ملتونو وګړیز صندوق لخوا ۳۱ قابلې روزل شوی

کابل/ګهیځ: کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۱۸مه او د اکټوبر ۱۰مه نېټه ده) د ملګروملتونو د وګړو صندوق وایی، په کندهار کې ۳۱ نویو قابلو د زده ‌کړو یو کورس چې اته اوونۍ یې دوام کړی، بشپړ کړ.
دا خبره د ملګرو ملتونو صندوق پر خپل ټویټر کړې او ویلې یې دی، روزل شوې قابلې دې ته چمتو شوی چې د دې صندوق په ملاتړ په ټولنو کې د کورنیو په روغتیایی خونو کې په کار پیل وکړی.
په ټوېټ کې راغلی، دغه قابلې به د کورنیو لپاره د همدغو روغتیایی خونو له لارې خپلو خلکو ته روغتیایی خدمتونه وړاندې کوی.
د ملګروملتونو د وګړو د صندق په وینا، قابلې د خلکو ژوند ژغورلی شی او پر ماشوم د مور د مړینې مخه نیولی شی.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوی و، چې په افغانستان کې ډېری میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوی، چې علت یې په کم عمر کې واده او یا هم د معیاری روغتیایی خدمتونو نشتون ښودل شوی و.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.