معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د نویو بانک نوټونو د وېشلو بهیر پیل شو

کندهار کې د نویو بانک نوټونو د وېشلو بهیر پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک تر اعلان وروسته کندهار کې د نویو بانک نوټونو د وېش بهیر پیل شوې دی.
د خبر له مخې د کندهار اوسېدونکي د دغو نويو بانک نوټونو په وېش خوښ دي.
دوی وايي، مخکني بانک نوټونه زاړه شوي وو، چې خلکو ته یې د راکړي_ورکړي پر مهال لوی سرخوږی جوړ کړی و.
د افغانستان بانک مسوولین وايي، هېواد کي یې له زړو بانکنوټونو سره د نویو د بدلون پروسه پیل کړې، چې په لومړي پړاو کې د لسګون او شلګون زاړه بانک نوټونه په نویو نوټونو بدلوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د هېواد په ټولو ولایاتو کې خلک د زړو بانک نوټونو استعمال کې له ستونزو سره مخ وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس