معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې ویجاړ شوي ښوونځي بیارغول کیږي

کندهار کې ویجاړ شوي ښوونځي بیارغول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت ځایي مسوولینو ویلي، د هغو ښوونځیو په بیارغولو کار روان دی، چې د جګړو پر مهال ویجاړ شوي وو.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې ښوونیز بهیر مخ پر ودې دی او سږ کال زرګونه کسان له دیني او عصري زده کړو فارغ شوي دي.

د کندهار ولایت پوهنې رییس ویلي، چې دوی په دې هڅه کې دي، څو په ښوونیز بهیر شته ستونزې له منځه یوسي.

د نوموړي په خبره دوی د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې په ښوونځيو کې ۲۱۶۰ ښوونکي هم چې اړتیا لیدل کیږي، زیات شي څو دغه تشه هم ډکه شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس