معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز ولایت کې یو معیاري صنعتي پارک جوړیږي

کندوز ولایت کې یو معیاري صنعتي پارک جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، ډېر ژر به دغه ولایت کې یو صنعتي پارک جوړ شي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس ویلي، په دغه صنعتي پارک کې به سوداګرو ته ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

بل لور سوداګرو د سرپرست حکومت د دغه اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د یاد صنعتي پارک په جوړېدو سره به د سوداګرو ستونزوې هوارې او پانګونې ته به د پانګوالو لېوالتیا نوره هم ډېره شي.

د کندوز د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین په داسې مهال د یوه معیاري صنعتي پارک جوړولو خبره کوي، چې اوسمهال دغه ولایت کې لسګونه تولیدي کارخونې فعالیت لري او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې شمېر د ډېرېدو په حال کې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس