کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندوز کې د سپین زر دولتي شرکت پر ۳۵ جریبه ځمکه د یو نیم میلیارد افغانیو په لګښت د سوداګریز ښارګوټي د جوړولو چارې رسماً پیل کړې.
د یاد شرکت مسوولین وایي، دا ښارګوټی به په دوو کلونو کې بشپړ شي او ۸ شپږ پوړیز مارکیټونه، ۱۵۰۰ دوکانونه، د تېلو پمپونه او نورې سوداګریزې اسانتیاوې به ولري.
د کندوز مرستیال والي د پروژې د پرانستې پر مهال ویلي، چې افغان حکومت د ښاري پرمختګ لپاره ژمن دی او د اقتصادي ودې لپاره د داسې بنیادي پروژو پلي کېدو ته لومړیتوب ورکوي.
د سیمې خلک او سوداګر وایي، دا پروژه به د سوداګرۍ او پانګونې وده چټکه کړي.
د یادونې وړ ده، چې سپین زر دولتي شرکت د سوداګریزو پروژو له لارې د کندوز په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري او دا نوی ښارګوټی به د سوداګرو او پانګوالو لپاره نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/