کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندز ښار په خیابان، کوچک علي، مسترې خانې، ذاخېل قدیم او کارته هلال ګذرونو کې د سړک جوړونې د ۵ پروژو چارې بشپړې او د کندز ښاروال لخوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
کندز ښاروال په دغو مراسمو کې ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چې په روان کال کې به ډېر شمېر خامه سړکونو او کوڅو د جوړولو په اړه ګامونه پورته شي.
نوموړي د یادو گذرونو له اوسېدونکو وغوښتل، چې د سړکونو، کوڅو او نورو تاسیساتو په ساتنه کې دې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
یاد سړکونه د اوبو لښتیو په ګډون په پخه او بنسټیزه توګه د کندز ښاروالۍ لخوا د یونپس دفتر (UNOPS) په مالي لګښت د ۲ لکه ۷۴ زره امریکایي ډالرو په ارزښت دریو میاشتو کې جوړ شوي، چې په جوړېدو سره یې د تګ_راتګ لپاره د آسانتیاو رامنځته کېدو سربېره ډېر شمېر چاپېریالي ستونزې حل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/