کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار تایید کړې، چې نن سهار شاوخوا ۸:۳۵ د دې ولایت په مرکز کې د کابل بانک د نمایندګۍ مخې ته چاودنه شوې.
نوموړي ویلي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې دولتي کارکوونکي د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د بانک مخې ته راټول شوي وو.
تر دې دمه د یادې چاودنې د مرګ – ژوبلې په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي، خو ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې تر ۳۰ پورې کسان په دغه چاودنه کې وژل شوي دي، خو د دغه جزیاتو پخلی تر اوسه په رسمي ډول نه دی شوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/