معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / که پوروړي د برښنا پور پرې نه کړي جایدادونه به یې وپلورل شي

که پوروړي د برښنا پور پرې نه کړي جایدادونه به یې وپلورل شي

کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۲۵مه او د اکټوبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) برښنا شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړي، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړي.
د برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر پوروړي یې د مخکیني حکومت یو‌شمېر زورواکي او سیاستوال دي چې پور یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ته رسېږي.
میوندي زیاته کړه چې د برښنا له درکه پوروړو ټولو سیاستوالو او زورواکو ته یې خبر ورکړی چې خپل پورونه ادا کړي.
ده وویل، که دوی خپل پورونه ورنه کړي، اړ دي چې د پور د حصول لپاره یې جایدادونه وپلوري.
د برښنا شرکت مسوولینو که څه هم د کوم زورواکي او چارواکي نوم وانه‌ خیست، خو زیاته یې کړه چې تر دې دمه ۳۳ کسان دې ته چمتو شوي، څو د برښنا د لګښت پور پرې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس