کابل/ګهیځ: نن دوشنبه (د تلې/میزان ۲۵مه او د اکټوبر میاشتې ۱۷مه نېټه ده) برښنا شرکت خپلو پوروړو ته خبرداری ورکړ چې د برښنا د لګښت پورونه دې ورکړی، ګنې جایدادونه به یې خرڅ کړی.
د برښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندی نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ډېر پوروړی یې د مخکینی حکومت یوشمېر زورواکی او سیاستوال دی چې پور یې شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ته رسېږی.
میوندی زیاته کړه چې د برښنا له درکه پوروړو ټولو سیاستوالو او زورواکو ته یې خبر ورکړی چې خپل پورونه ادا کړی.
ده وویل، که دوی خپل پورونه ورنه کړی، اړ دی چې د پور د حصول لپاره یې جایدادونه وپلوری.
د برښنا شرکت مسوولینو که څه هم د کوم زورواکی او چارواکی نوم وانه خیست، خو زیاته یې کړه چې تر دې دمه ۳۳ کسان دې ته چمتو شوی، څو د برښنا د لګښت پور پرې کړی.
گهیځ