کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
وروسته له هغې چې وړمه شپه د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې د یو ځنګل نږدې زر عدده شنې ونې وهل شوې وې، دغه ولایت کې د ځنګلونو ساتنې شنې قطعې قوماندان ویلي، دغه شمېر قطعه د ټول ولایت د ځنګلونو ساتنې لپاره بسنه نه کوي.
نوموړي منلې، چې د یاد ولایت په لیچلام سیمه کې نږدې زر عدده شنې ونې پرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ځنګولو د ساتنې په برخه کې به خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.
سرپرست افغان حکومت دغه ۳۰ کسیزه قطعه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې څه موده وړاندې د کونړ ځنګلونو د ساتنې لپاره روزلې چې هلته د ځنګلاتو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/