کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا اعلان کړی، چې کویټ د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې.
اوچا ویلي، چې دا د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته د کویټ لومړۍ مرسته ده.
دغه دفتر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا مرسته به د بېړنیو حالاتو پر مهال د زیانګالو کسانو د ژغورنې لپاره وکارول شي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
د اوچا د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، له ۲۳ میلیونو څخه زیات دی.
اوچا د نړیوالو ټولنو او هېوادونو د دوامدارو مرستو غوښتنه کړې، څو په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی وشي او اړمنو خلکو ته وختي مرستې ورسول شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/