معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کُرمې ته د پاکستاني حکومت پر تلونکي کاروان برید شوی

کُرمې ته د پاکستاني حکومت پر تلونکي کاروان برید شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خېبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په لوړه سیمه کې د ډپټي کمېشنر جاوېد الله محسود پر موټر د وسلوالو لخوا ډزې شوي، چې له امله یې نوموړی ټپي شوی او کرمې ته تلونکی لومړی کاروان ځنډول شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشاور، بیرسټر محمد علي سیف ویلي، دغه پېښه د بګن په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا ټپي ډپټي کمېشنر د هلیکوپټر له لارې روغتون ته انتقال شوی او حالت یې له خطر څخه بهر ښودل شوی.

بلخوا د خېبر پښتونخوا والي دغه برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، چې دا پېښه د حکومت د ناکامۍ او کمزورتیا ښکاره ثبوت دی.

څو ورځې وړاندې د کرم د شخړې د حل په موخه په کوهاټ کې د یوې سترې جرګې په ترڅ کې د سولې تړون شوی و، چې د پرېکړې له مخې ټول ناقانونه وسلې به حکومت ته سپارل کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس