کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له شپږو موسسو سره د ۶ میلیونه ۳۱۵ زره ۶۳۶ ډالرو په ارزښت د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
دغه وزارت ويلي، په دغو تړونونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ۵۰ څاګانو کېندل، د پنځو شنو خونو، ۱۵۰ کورونو، روغتیایي مرکز جوړول، له کډوالو سره نغدي مرستې، د سړکونو جوړول او نورې پروژې شاملې دي.
دغه هوکړې ډاکار موسسې، د افغانستان د روغتیا او ټولنې بیارغونې، د ډنمارک د مهاجرت شورا، ماشومانو د ساتنې نړیوالې مؤسسې انصاري بیارغونې او (JRS) موسسو سره لاسلیک شوې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت تر دې وړاندې هم هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له یو شمېر موسسو سره تړونونه لاسلیک کړي وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/