معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کډوالو چارو وزارت یو شمېر ولایاتو کې رغنیزې پروژې پلې کوي

کډوالو چارو وزارت یو شمېر ولایاتو کې رغنیزې پروژې پلې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې د درې میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت به په بېلابېلو ولايتونو کې له اړمنو خلکو سره د مرستې او رغونې برخو کې پروژې پلې کړي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د یادو چارو لپاره هوکړه لیکونه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستيال او د یو شمېر موسسو له استازو سره لاسلیک کړل.
مسوولینو ویلي، دغه څه باندې ۹ میلیونه ډالر به په کابل، هرات، فراه، غور، بادغيس، غزني، مېدان وردګ، لوګر، بامیان دایکندي، خوست، پکتیا، پکتیکا او کندهار ولايتونو او شمال ختیځو ولايتونو کې له اړمنو کسانو سره نغدي مرستې وشي او د لمريزې برېښنا، روزنیزو او حرفوي زده‌ کړو مرکزونو جوړولو، نيالګيو ایښودلو، د اوبو کانالونو کورونو ښوونځيو جوړولو او نورو عام المنفعه چارو کې ولګول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس