ګهیځ د لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنه د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، ټولو ژورنالیستانو، لیکوالانو او په ټوله کې عام افغان ولس ته د زړه له کومې مبارکي وايي او د دوی د نېکمرغۍ، سوکالۍ او هوساینې لپاره دعا کوي.
شک نشته چې د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې، د دې خاورې ټول ولس، چې خبریالان او رسنیز فعالان هم د هغوی برخه دي، د تپل شوې جګړې، پردي یرغل او سلګونو نورو ناخوالو تر سیوري لاندې خپل اخترونه او د خوښۍ ورځې د غم او درد په فضا کې تېرې کړي دي.
اوس چې د الله -جل جلاله- په فضل او مهربانۍ د پردیو یرغل او اشغال توره شپه پای ته رسېدلې، ژورنالیستانو او خبریالانو هم، د ټولنې د نورو وګړو په څېر، یو څه د آرامۍ ساه اخیستې ده، خو دا هم باید هېر نه کړو چې لا هم سلګونه نورې ستونزې، دردونه او کړاوونه شته چې د دې مظلوم ملت، په ځانګړي ډول د هېواد د ژورنالیستي ټولنې روح او روان ځوروي.
ګهیځ د لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکوونکي یو ځل بیا د کوچني اختر مبارکي ټولو ژورنالیستانو، لیکوالانو، د دې خاورې شریفو خلکو او د اسلامي امت ټولو مظلومو وګړو ته وړاندې کوي او هيله لري چې د اختر دا مبارکې ورځې او د کال نورې شپې او ورځې د سولې، آرامتیا او سوکالۍ په فضاء کې سره تېرې کړي.
والسلام
سردار محمد دیندار خیل
د ګهیځ لیکوالانو او ژورنالیستانو ټولنې رئیس