معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګوترېش وایي، د افغانستان عواید د تېر کال پرتله ۱۱سلنه زیات شوي

ګوترېش وایي، د افغانستان عواید د تېر کال پرتله ۱۱سلنه زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي، چې د روان مالي کال په ۴ میاشتو کې د دغه هېواد عواید یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

د ده په خبره دغې ډېرښت ته په کتو یې د تېر کال پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی موندلی.

انټونیو ګوټرېش زیاته کړې، چې د افغانستان ګمرکي عواید بیا د تېر کال په پرتله له دوه سلنه کموالي سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه راز ویلي، چې په ۲۰۲۴ زېږیز کال کې ۲۳٫۷ میلیونه افغانان د بشري مرستو اړتیا لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس