معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګولان کې د توغندیز برید له امله ۴۱ اسراییلیانو ته مرګ – ژوبله واوښته

ګولان کې د توغندیز برید له امله ۴۱ اسراییلیانو ته مرګ – ژوبله واوښته

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د سوریې په اشغال شوې سیمه ګولان کې د توغندیز برید له امله ۱۱ اسراییلیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

دغو رسنیو د خپلو ځایي مسوولینو له قوله ویلي، چې د ګولان په سیمه کې د فوټبال په یو لوبغالي د لبنان څخه په توغول شوي توغندي برید کې ۱۱ اسراییل ووژل او تر ۳۰ نور یې ټپیان کړل.

دا برید د ګولان په مجدل شمس سیمه کې شوی چې مسوولینو د اوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودلی.

د لبنان حزب الله شیعه ډله چې د میاشتو راهیسې اسراییلو سره په کشمکشونو او تنشونو کې اخته ده، په ګولان برید کې خپل لاس لرل رد کړي.

بلخوا د صهیونستي رژیم مشر بنیامین نتنیاهو په عاجله توګه د امریکا سفر پای ته رسولی او د برید وروسته بېرته اسراییلو ته ګرځېدلی دی.

سره له دې چې حزب الله ډلې په دې برید کې لاس لرل رد کړي، خو اسراییلي چارواکو یادې ډلې ته سخت ګواښونه کړي او د چارو د ډېری پوهانو په باور ښايي د ګولان تر برید وروسته د اسراییلو او حزب الله ترمنځ کشمکشونه په مخامخ جګړې بدل شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس