معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګونتانامو کې د وروستي افغان بندي کورنۍ د هغه د خوشې کولو غوښتنه کوي

ګونتانامو کې د وروستي افغان بندي کورنۍ د هغه د خوشې کولو غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۹  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا په ګونتانامو زندان کې د محمد رحیم په نوم د وروستي افغان بندي کورنۍ د یوې خبري غونډې پرمهال د امریکا له حکومته غوښتي، چې د کورنۍ غړی یې ور آزاد کړي.

د نوموړي بندي کورنۍ ویلي، چې هغه په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې په پاکستان کې نیول شوی دی.

رحیم د هغو سلګونو مشکوکو کسانو یو و، د امریکا له خوا نیول شوی او د کیوبا ګوانتیامو زندان ته لېږدول شوی دی.

وړاندې پر امریکایي چارواکو تور هم پورې شوی و، چې په دغه زندان کې یې اکثره بندیان له تورونو پرته یا داچې مدافع وکیل ته لاسرسۍ ولري، ساتلي او شکنجه کړي یې دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس