معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یخنۍ له امله افغانستان کې د مړو شویو کسانو شمېر له سلو واوښت

یخنۍ له امله افغانستان کې د مړو شویو کسانو شمېر له سلو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند، شفیع الله رحیمي ویلي، هېواد کې د هوا سړېدا، سېلابونو او د ګاز نیولو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته ورسېد.
نوموړي ویلي، چې د دغو کسانو د مړه کېدو سربېره ۵۰ د اوسېدو ځایونه په بشپړه توګه او یا نیمه ویجاړ شوي دي.
رحیمي زیاته کړې، چې سختې یخنۍ هېواد کې له ۷۰ زرو ډېر څاروي هم له منځه وړي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې او مرستې رسونې لپاره یې مالوماتي ډلګۍ وراستولي دي.
له تېرو نږدې دوو اونیو راپدېخوا د هېواد په مرکز او یو شمېر شمالي او شمال لویدیځو ولایتونو کې د سړې هوا سخته څپه خپره شوې، چې له امله یې دغه سیمه کې اوسېدونکي خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس