کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي، د یمن د تعز ولایت د ذوباب سیمې ساحلونو ته نږدې دوه کښتۍ، چې له ۱۸۰ ډېر کډوال په کې سپاره وو، اوبو کې ډوبې شوې دي.
د دې سازمان په وینا د دغو کښتیو په سپرلیو کې لږ تر لږه ۱۲۴ نارینه او ۵۷ مېرمنې شاملې وې، چې له ډلې یې یوازې دوه یمنۍ خدمې ژغورل شوي او پاتې ټول ورک دي.
یاد سازمان زیاتوي، وېره شته چې ټولو مسافرو او پاتې خدمو ژوند بایللی وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/