کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې یوناما به ډېر ژر افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو د ودې لپاره د پورونو د ورکړې لړۍ پیل کړي.
اوتنبایوا همدا راز ویلي، چې کابل کې د افغانستان د محصولاتو د معرفي کولو په برخه کې وروستي نندارتونونه اغېزمن وو.
نوموړې زیاته کړې، له افغانستان څخه یې بهر د خپل وروستي سفر په ترڅ کې له یو شمېر هېوادونو او مرستندویه ادارو سره هم خبرې کړي او یوناما د افغانستان لپاره د را روان ژمي د اړتیا وړ مرستې هم ترلاسه کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/