معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوناما د افغانستان بانکي سکتور د ودې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

یوناما د افغانستان بانکي سکتور د ودې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان بانک له سرپرست نوراحمد اغا سره کتلي.

د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه بانک سرپرست په دې کتنه کې ویلي، د افغانستان بانک په افغانستان کې د مالي او بانکي سکټور ودې ته ژمن دی او د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول لوبوي.

د خبرپاڼې په احواله دې کتنه کې رزا اوتونبایوا هم د هېوادونو په اقتصادي رغښت کې د مالي او بانکي سکتور وده او پرمختګ د ارزښت وړ یاد کړی او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس