ګهیځ نیوز: نن شنبه (د زمري/اسد میاشتې لومړۍ او د جولای میاشتې ۲۳مه نېټه ده) د ا.ا له لوري د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښونځیو تړل کېدو ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او ځینو ژر تر ژره د دې ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشرې ډېنیېل بیل له طلوع نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي، دوی له ا.ا سره په اړیکه کې دي څو د نجونو د ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د یوناما دغه چارواکې د نجونو د ښوونځیو تړل د هېواد د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګڼي او وايي چې دا چاره به د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ ناوړه اغېز وکړي.
نوموړې د ټولنې په پرمختګ کې د ښځو رول مهم ګڼي او زیاتوي چې له ټولنې د نجونو او ښځو ګوښه کول به د افغانستان پر راتلونکې ناوړه اغیز وکړي.
نن په هېواد کې د نجونو پر مخ د متوسطو او لیسو د تړل کیدو ۳۰۹ ورځې پوره شوې او میلیونونه زده کوونکې نه شي کولی چې ښوونځیو ته لاړې شي. د اسلامي امارت له لوري د نجونو د منځنیو او لېسو نه پرانېستنې ګڼ نړۍوال غبرګونونه راپارولي او له افغان ولس سربېره نړۍوالې ټولنې تل د نجونو د پاتې ښوونځيو د پرانېستنې غوښتنه کړې ده.