معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یوناما له افغانستان بانک سره د مالي خدمتونو پراختیا برخه کې همکاري کوي

یوناما له افغانستان بانک سره د مالي خدمتونو پراختیا برخه کې همکاري کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بانک سرپرست رییس په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یونما له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د مالي خدمتونو د پراختیا په تړاو خبرې شوې دي.

د افغانستان بانک سرپرست رییس د اسلامي بانکوالۍ پراختیا د اوسني عصر اړتیا بللې او په دې برخه کې یې د اسلامي بانکوالۍ د مخکښو هېوادونو او موسساتو له تجربو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان بانک ژمن دی، چې دې برخې ته پراختیا ورکړي او په هېواد کې پر شرعي اصولو د ولاړو مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره زمینه برابره کړي.

په ورته مهال روزا اوتونبایوا هم د مالي خدمتونو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ له مخکښو بنسټونو سره د اړیکو رامنځته کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او دا برخه یې د افغانستان د خلکو لپاره د ارزښتمنه بللې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس