کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (یوناما) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په بغلان ولایت کې سېلابونو ۶۰ زره کسان اغېزمن کړي دي.
د یوناما بشري چارو مرستیال اندریکا راټوات له بغلان څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې په مړو شویو ۱۸۲ کسانو کې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
یوناما زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې بدخشان، بغلان او تخار کې سېلاب ځپلو ته د لومړنیو مرستو وړاندې کولو لپاره استول شوې دي.
اندریکا راټوات ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو خلکو اړتیاوو پوره کولو کې همکاري او ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې ملګرو ملتونو او شریکانو یې تراوسه د ۱۵ زرو سېلاب ځپلو لاسنیوی کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/