کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۰ مه نېټه):
د العربیه نیوز د خبر له مخې د یونان لاریسا ښار ته نږدې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۲۶ کسان مړه شوي او ۸۵ نور ټپیان دي.
دغې رسنۍ ته د اور وژنې د برخې یوه ویاند واسیلس واتراکوګیانیس تایید کړې، چې په دې پيښه کې یوه بار وړونکي اورګاډي له یو مسافر وړونکي اورګاډي سره ټکر کړی دی.
د ده په خبره مسافر وړونکي اورګاډي کې ۳۵۰ مسافر سپاره وو، چې تر اوسه د ۲۶ کسان جسدونه موندل شوي دي.
د یونان رسنیو دا ټکر تر اوسه په هغه هیواد کې تر ټولو ناوړه پېښه بللې ده.
د یونان د بېړني حالت څانګې ویلي، چې کابو ۱۵۰ اور وژونکي او ۴۰ امبولانسونه یې سیمې ته استولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/