معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونسېف د اروپایي ټولنې په مرسته ۲ لکه افغان ماشومانو لپاره د زده‌ کړو زمینه برابروي

یونسېف د اروپایي ټولنې په مرسته ۲ لکه افغان ماشومانو لپاره د زده‌ کړو زمینه برابروي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۲ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي، چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې په همکارۍ افغانستان کې ۳۸۵ دولتي ښوونځي جوړ او ۲ لکه افغان ماشومانو ته په کې د زده‌ کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

یونېسف ادارې د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې د دغو ښوونځیو د جوړولو ترڅنګ به افغان ماشومانو ته د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړي.

بل لور ته افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر اعلان کړی، چې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره یې له یونېسف سره د ۲۵ میلیونه یورو په ارزښت هوکړه‌ لیک لاسلیک کړی ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس