معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونسېف وایي، افغانستان کې له ۱۰ زره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي

یونسېف وایي، افغانستان کې له ۱۰ زره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ دفتر یا یونسېف د روغتیايي برخې مسوولې فوزیه شفیق ويلي، چې دغه بنسټ د اسیا پراختیايي بانک او نړیوال بانک په مالي ملاتړ ټول افغانستان کې له نږدې لس زره ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي.
د خبر پر بنسټ د یونسېف روغتیايي برخې دې مسوولې همداراز زیاته کړې، چې دوی دغو کارکوونکو افغانو ښځو او ماشومانو ته د ژوند ژغورنې خدمتونه وړاندې کوي.
افغانستان چې د څو لسیزو جګړو څپه پرې تېره شوې، روغتیایي برخه کې، په ځانګړې ډول د ښځینه تخصصي روغتیاپالانو برخه کې له کمښت او ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس