معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونسېف وایي، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

یونسېف وایي، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب صندوق یا یونسېف ویلي، د هرات ۴۳ زره زلزله ځپلي بېړنیو روغتیایي مرستو ته اړتیا لري.
یونسېف د افغانستان څانګې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، دې ته په پام چې زلزلې د دغو خلکو روغتیایي تاسیسات ویجاړ کړي، دې صندوق د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د خپلو مرستندویه شریکانو د بسپنې پر مټ سیمې ته په بېړني ډول د ۸۰ ټنه طبي وسایلو لېږدول تنظیم کړي دي.
یونیسف ویلي، وروستۍ زلزلې په ټول هرات کې د اوبو سیستم زیانمن کړی، خو د اروپایي ټولنې د بېړنۍ بسپنې پرمټ دوی په پنځو ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو کې د اوبو او فاضلابو تاسیسات ترمیم کړي، چې ۱۶ زره کسان ترې له پاکو اوبو څخه برخمن او د ۵۰ زره کسانو د ښې حفظ الصحې امکانات یې زیات کړي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس