کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۳۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، د افغانستان نږدې ۹۰ سلنه خلک د بې وزلۍ په درشل کې دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي فران اکیزا په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې فقر پر ماشومانو نېغ په نېغه اغېز کړی او له همدې امله ۱٫۶ میلیونه ماشومانو خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره درنو کارونو ته مخه کړې ده.
نوموړی وايي، له بندیزونو سره_سره دوی په افغانستان کې پاتې دي او هڅه کوي چې پر ماشومانو د بېوزلۍ بار راکم کړي.
بل لورته سرپرست افغان حکومت هېواد کې اقتصادي ستونزې د بندیزونو له امله ګڼي او وایي، چې هېواد کې د بې وزلۍ د کمېدو لپاره په دې هڅه کې دي، چې پراختیايي پروژې بېرته پیل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/