معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / یونیسف وایي، افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین په ښه ډول پر مخ روان دی

یونیسف وایي، افغان ماشومانو ته د پولیو واکسین په ښه ډول پر مخ روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وايي، د شپږ نیم میليونو افغان ماشومانو د پولیو واکسین ښه پر مخ روان دی.
د یونېسف متخصصین وايي، ډېره مهمه ده چې افغان ماشومان واکسین شي؛ ځکه لسګونه زره داسې ماشومان شته، چې په ژوند یې واکسین نه‌ دی ترلاسه کړی.
یونېسف وايي، د شپږ نیمو میلیونو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو د پولیو یا ګوزڼ واکسین په ۲۳ ولایتونو کې دوام لري.
د یونېسف د واکسین د پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول سید کمال شاه وايي، چې د پولیو د روان واکسیناسیون تر پای وروسته به معلومه شي، چې دا وار له پلان شوې اندازې څومره ماشومانو ته واکسین لګول شوی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په‌ کې په بشپړه توګه له منځه نۀ ده تللې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس